بازتاب نیوز

د بشري حقونو کمیسیون د حکومت له لوري ملکي تلفات اندېښمنوونکي بولي

٢٦ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو کمیسیون وايي، حکومت د عملیاتو پر مهال ملکي او پوځي اهدافو ته پام نه کوي، چې له امله يې پراخ ملکي تلفات پېښېږي.

د دې کمیسیون ویاند بلال صدیقي وايي، دوی له حکومته هیله لري چې د پوځي او ملکي اهدافو توپیر وکړي او همدارنګه د ملکي تلفاتو له عاملینو سره جدي چلند وشي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:« متاسفانه دوی یو کور بمباروي چې هلته ښځې او ماشومان وژل کېږي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه هم کندوز او خوست کې ملکي تلفات اوښتي او دولتي ځواکونو په ټولیز ډول شاوخوا نهو تنو ته ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني څو ورځې وړاندې په ارګ کې یوې غونډې ته وویل چې پر ملکي تلفاتو «دی هم خواشینی کېږي.»

ارګ تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې هغه د امنیتي او دفاعي بنسټونو له مسؤلینو سره ناسته کړې او د شویو ملکي تلفاتو جزییات يې ترې غوښتي دي.

د شنونکو په باور د امریکا او طالبانو په خبرو اترو کې د حکومت ګوښه‌توب د دې علت شوی چې ملکي وګړي د فشار اچولو لپاره په نښه کړي، خو برعکس يې زیان لیدلی او ولسي کرکه د دولت پر وړاندې اوج ته رسېدلې ده.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141246/%D8%AF-%D8%A8%D8%B4%D8%B1%D9%8A-%D8%AD%D9%82%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%D9%85%DB%8C%D8%B3%DB%8C%D9%88%D9%86-%D8%AF-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D9%84%D9%87-%D9%84%D9%88%D8%B1%D9%8A-%D9%85%D9%84%DA%A9/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading