بازتاب نیوز

بادغیس؛ بالامرغاب کې تر اویا ډېرو عسکرو د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي – انځورونه

٢٦ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې ګڼ پوځي مرکزونه نیولي او د لسګونو عسکرو د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ګڼ ژوندي نیولي دي.

پرون د دې ولایت د ولایتي شورا غړي فرید اخیزي رسنیو ته وویل، چې طالبانو ۵۰ عسکر نیولي، ۱۶ پوستې په ګوتو ورغلې او شاوخوا سل تنه عسکر ترکمنستان ته تښتېدلي چې هغوی بېرته کابل حکومت ته سپارلي دي.

نن طالب ویاند هغه تصویرونه خپاره کړي چې لسګونه عسکر يې نیولي او هغوی په اوږدو لاریو کې تر خوندي ساحو رسولي دي.

ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې يې نهه کنډکونه، یو مهم پوځي مرکز، لسګونه پوستې نیولې دي او ۷۲ تنه عسکر يې ژوندي نیولي چې تر خوندي ځایه يې رسولي دي.

د دې تر څنګ په خواله رسنیو کې هغه ویډيو هم لاس په لاس کېږي چې د لسګونو عسکرو جسدونه پکې ښکارېږي او ویل کېږي چې د بالا مرغاب پېښې اړوند ده، خو د طالب یا هم حکومتي سرچینو رسمي پخلی له ځان سره نه لري.

یاده دې وي تېره شپه فاریاب کې هم طالبانو د یو پنډغالي د نیولو خبر ورکړی او زیاتوي چې ۳۶ تنو عسکرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې او څلور يې ژوندي نیولي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141259/%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%DB%8C%D8%B3%D8%9B-%D8%A8%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%B1%D8%BA%D8%A7%D8%A8-%DA%A9%DB%90-%D8%AA%D8%B1-%D8%A7%D9%88%DB%8C%D8%A7-%DA%89%DB%90%D8%B1%D9%88-%D8%B9%D8%B3%DA%A9%D8%B1/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading