بازتاب نیوز

نظامي چارواکي: د ملا عبدالسلام ضعیف کور ته په نږدې سیمه کې عملیات شوي، خو د نوموړي کور نه دی کلابند شوی

٢٦ کب ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، تېره شپه

د ملا عبدالسلام ضعیف کور ته په نږدې سیمه کې 

کار نیزویون عملیات کړي خو د نوموړي کور یې نه دی کلابند کړی.

له دې مخکې داسي راپورونه خپاره شوي وو چې

تېره شپه د طالبانو د حکومت پرمهال د دې رژیم د لوړ پوړي چارواکي کور امنیتي

ځواکونو کلابند کړی دی.

د دې راپور په اړه ملي دفاع وزارت ویلي چې

د ملا عبدالسلام ضعیف د کور د کلا بندۍ راپور ناسم دی، دولتي ځواکونو د ښاغلي ضعیف

کور نه دی محاصره کړی.

ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو د واکمنۍ

پرمهال په اسلام اباد کې سفیر خو د طالبانو د رژیم تر نسکوریدا وروسته نوموړی په

۲۰۰۱ م کال کې د پاکستان له لوري متحده ایالات ته ور تسلیم شو.

ښاغلی ضعیف څو کاله په ګوانتینامو زندان

کې زنداني وو له زندان وروسته کابل ته را ستون شو او عادي ژوند یې پیل کړ.

ښاغلي ضعیف کابل ته له بېرته راستنیدو سره

سم سیاسي فعالیت پیل کړ اوس د سولې په روانو خبرو کې دخیله څېره ګڼل کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19444

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading