بازتاب نیوز

د غزني مرکز ته څېرمه د قاضي کلا په سیمه کې د ملي اردو په سرتیرو چاودنه شوې

٢٦ کب ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د غزني ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز ته څېرمه د قاضي کلا په سیمه کې د ملي اردو پر سر تیرو چاودنه شوې چې پایله کې یې ۳ تنه سرتیري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځایي چارواکو په خبره، په دغې چاودنه کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله او وښتې ده، له چادونې وروسته په سیمه کې نښته هم رامنځته شوې خو د تلفاتو په ړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

په غزني کې د عامې روغتیا مسولینو رسنیو ته ویلي چې د تېرې شپې په چاودنه کې دوه ملکي وګړي هم تپیان شوي دي چې اوس د دوی تر درملنې لاندې دي.وسله والو طالبانو د غزنې په قاضي کلا نومي سیمه کې د شوې چاودنې او تلفاتو په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19448

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading