بازتاب نیوز

د کورنیو چارو وزارت د ملاعبدالسلام ضعیف د کور کلابندېدل رد کړل

٢٦ کب ١٣٩٧ طلوع نیوز

په داسې حال کې چې یو شمېر سرچینې وايي تېره شپه (د کب ۲۵مه نېټه) افغان ځواکونو کابل کې د پخواني طالب چارواکي، ملا عبدالسلام ضعیف کور کلابند کړی او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خو د کورنیو چارو وزارت بیا د افغان ځواکونو لخوا د ښاغلي ضعیف د کور کلابندي ردوي.

د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي ضعیف د کور محاصره کول ردوي. د یاد وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نصرت رحیمي وايي افغان ځواکونو د ښاغلي ضعیف کور ترڅنګ د ملا طوطي په نامه د یوه کس کور کلا بند کړی وو.

دی وايي ملا طوطي د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

ښاغلی ضعیف د سولې په بهیر کې د ښکېلو څېرو شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کې د مسکو او بیا د دوحې په ناسته کې ګډون درلود.

ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو رژیم پرمهال اسلام آباد کې د یادې ډلې سفیر وو او وروسته پاکستان هغه امریکا متحده ایالاتو ته وسپارو چې بیا ګوانتانامو زندان ته ولېږول شو.

ښاغلي ضعیف ګوانتانامو زندان کې د څو کلونو بند له تېرولو خوشې، کابل ته راغی او د عادي ژوند پیلولو ترڅنګ یې سیاسي فعالیتونه هم کول.

ښاغلی ضعیف وايي:«د شپې له یوې بجې راهیسې سیمه کلابنده وه، عسکرو اجازه ونکړه چې کورته د ننه شي، زه نه پوهېدم چې کور کلابند دی، خو کله چې مشران خبر شول ستونزه هواره شوه.»

په همدې حال کې یو شمېر امنیتي سرچینې وايي چې افغان ځواکونو د ښاغلي ملا ضعیف کور ته نېږدې بل کور پلټلی، او د ښاغلي ضعیف کور نه دی کلابند شوی.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%DA%81%D9%88%D8%A7%DA%A9%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%85%D9%84%D8%A7-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%B6%D8%B9%DB%8C%D9%81-%DA%A9%D9%88%D8%B1-%DA%A9%D9%84%D8%A7%D8%A8%D9%86%D8%AF-%DA%A9%DA%93%DB%8C

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading