بازتاب نیوز

بغلان سمنټو خپل تولیدات بیا پیل کړل

٢٦ حوت ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 

د غوري او پلخمري د سمنټو فابریکو له دوه میاشتني ځنډ وروسته بیا د پلو ربهیر پیل کړی دی.

د غوري او پلخمري د سمنټو د فابريکو رييس انجنير رياض الدين شريفي وایي دولت ته د خصوصي کمپنۍ له خوا د غوري او پلخمري د سمنټو فابريکو له سپارلو وروسته د سمنټو پلورنې بهير بند و او پرون بيا پيل شو .

ده د سمنټو د پلورنې د بندولو علت له خصوصي کمپني سره د حسابونو نه تصفيه کول وبلل او څرګنده یې کړه، که څه هم د نوي فابريکې د توليد ظرفيت په ورځ کې زر ټنه دى، خو دغه شمير پخوا څلور سوه ټنه و.

نوموړی وایي په تولید کې لویه ستونزه د اومه موادو او د فابريکې د ماشينونو د پرزو کمښت هغه دلایل دي چې په دغو فابريکو کې د سمنټو توليدات په سلو کې پنځوس ته را ټیټ شوی دی.

ده زياته کړه سمنټو ته زیاته اړتیا ده او دې ته پام سره هلې ځلې کوي چې د سمنټو کيفيت او کچې تر څنګ په لومړى او دويم لمبر فابريکو کې د توليداتو د کيفيت کچه هم لوړه کړي او توليدي ظرفيت هم شپږ زره ټنو ته زياته کړي .

لینک اصلی: https://rta.org.af/economic/27572/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading