بازتاب نیوز

والي: بادغيس کې ۵۰ سرحدي پوليس طالبانو ته تسليم شوي

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د بادغيس والي وايي، د دغه ولايت بالامرغاب ولسوالۍ موريچاق په سيمه کې تر ۵۰ ډېرو پوله ساتي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي دي.

عبدالغفار ملکزي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، ياد پوليس له يو جوړجاړي وروسته تسليم شوي.

هغه وايي، تر ۶۰ ډېر نور سرحدي سرتېري د طالبانو د فشار له امله ترکمنستان هیواد ته هم اوښتي چې د دغه هیواد د لوړپوړو چارواکو سره يې خبرې رواني دي څو یاد کسان بیرته افغان حکومت ته وسپاري.

د بالامرغاب اوسیدونکي بیا ادعاکوي چې دغه کسان د طالبانو د فشار له امله اړ شوي چې هغوی ته تسلیم شي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته د یوشمیر انځورونو په لیږلو سره ادعا کړې چې موریچاق کې ورته ۴۲ سرحدي سرتېري تسلیم شوي دي.

۵ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post والي: بادغيس کې ۵۰ سرحدي پوليس طالبانو ته تسليم شوي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/والي-بادغيس-کې-۵۰-سرحدي-پوليس-طالبانو-ت/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading