بازتاب نیوز

سولې شورا د سولې پروسې د ټکنۍ کېدو په اړه اندېښنه وښوده

٢٦ کب ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان او امريکا ترمنځ سوء تفاهم به د دې لامل شي چې د سولې روانه پروسه ټکنۍ کړي.

ياده شورا هيله ښيي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ راتلونکې ناسته کې به افغان حکومت ته هم د خبرو زمينه سازۍ په اړه خبرې وشي.

دغې شورا مرستیال ویاند اسدالله زائري وویل، د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ رووستۍ څرګندونې یوازې یو سوتفاهم دی او دا دومره لویه ستونزه نه ده چې د سولې پر روانې پروسې دې بد اغېز وکړي.

 هغه ټینګار وکړ چې کابل او واشنګټن د سولې پروسه په پوره قوت سره مخ ته وړي او رامنځته شوي فرصتونه به له ستونزو سره مخ نه شي.

۱۳ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post سولې شورا د سولې پروسې د ټکنۍ کېدو په اړه اندېښنه وښوده appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/سولې-شورا-د-سولې-پروسې-د-ټکنۍ-کېدو-په-اړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading