بازتاب نیوز

آفغان آمنیتي او دفاعي ځواکونه د پخوا په پرتله ښه تجهيز سوي

٨ ليندی -٦٢٣ ټاټوبی نيوز

ليکوال: نويد آفغان

د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر مياشت کې، د بن لومړي کنفرانس پر مهال د افغانستان او نړیوالو له خوا په افغانستان کي د پولیسو او نوي اردو پر جوړښت هوکړه وسول.

اوس مهال افغانستان ۱۹۵ زره ملي اردو، ۱۵۷ زره ملي پولیس، ۷۰۰۰ کسيز هوايي ځواک او نژدې ۱۰۰۰۰ کسيز ځانګړی ځواک لري.

په دې وروستيو کي د افغان ښځينه پوليسو شمېر هم لوړ سوی، چي نژدې ۲۲۰۰ تنو ته رسېږي او دغه راز د پوځ په بېلابېلو برخو کي هم ۱۰۰۰ ښځينه کار کوي، خو په جګړه ییزو عملیاتو کي برخه نه اخلي.

په ۲۰۱۱م کال کي افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د يوې غونډي پر مهال په ټول هيواد کي په رسمي ډول د پوځي عملیاتو مشري پر غاړه واخيستله.

په دغه غونډه کي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ناټو عمومي سرمنشي اندرس فو راسموسن تر څنګ افغان لوړپوړو امنيتي او دفاعي چارواکو هم ګډون کړی وو.

د افغان ملي اردو او پولیسو پر روزني لسګونه میلیارد ډالر لګول سوي، چي تر ډېره یې د روزني چاري د امریکا، اروپايي اتحادیې او جرمني پر غاړه دي.

د افغانستان د پوليسو او ملي اردو په تشکيلاتي جوړښت کي ځمکني، هوايي او ځانګړي ځواکونه شامل دي، چي ځمکني ځواکونه د هيواد په ټولو برخو او سرحدونو کي د امنيت د ټينګښت دنده په غاړه لري.

ځانګړي ځواکونه تر ډېره د حکومت ضد وسله والو د مشرانو د نيولو عملیات ترسره کوي او د هغوی د مرکزونو ویجاړولو دنده مخي ته وړي.

سرحدي ځواکونه د افغانستان سرحدونه ساتي او د هيواد د هوايي ډګرونو امنیت او کنټرول چاري سمبالوي.

د عامه نظم پولیس د ځانګړو عملیاتو پر مهال تکتیکي چاري مخي ته وړي.

امنیتي پوليس د قانون پلي کولو، د امنيت د تامين او عامه نظم دنده په غاړه لري.

د جرایمو ضد پولیس د وژنو، غلا غدیو، انسان تښتونو، بډو اخیستلو او پلان سوو جرمونو ضد عملیاتو ترسره کولو مسؤلیت لري.

د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د نیولو او د نشه يي توکو د کرکيلي د له منځه وړلو مسؤلیت لري.

دغه راز ټرافیک پولیس د ښاري ټرافیک د تنظیمولو دنده لري او د اوروژني پولیس بيا د پېښو سره د مبارزې مسؤلیت او دنده لري.

د افغان پوځ د تلفاتو شمېر تر اوسه تر ۴۰۰۰ زيات ښودل سوی، خو د ملي پولیسو د وژل کېدو کچه په ۱۳۹۰ او ۱۳۹۱ کلونو کي ۳۳۰۰ تنو ته رسېدلې وه.

د افغان ملي پوځ د منسؤبینو تر ټولو لوړ معاش ۴۸۴۰۰ افغانۍ دی، چي نژدې ۱۰۰۰ امريکايي ډالره کېږي او تر ټولو ټيټ معاش بیا ۱۱۸۶۰ افغانۍ دی، چي نژدې ۳۰۰ امريکايي ډالره کېږي.

د افغان ملي پولیسو تر ټولو لوړ معاش ۴۸۰۰۰ افغانۍ دی، چي نژدې ۱۰۰۰ امريکايي ډالره کېږي او ټيټ معاش یې ۱۰۵۰۰ افغانۍ دی، چي تر ۲۰۰ امريکايي ‌ډالرو ډېرېږي.

افغان ملي پوځ ته سپکي او درنې وسلې او زغره وال ګاډي ورکړل سوي، خو اندېښنه دا ده، چي د افغانستان هوايي ځواکونو تجهیزولو ته زياته پاملرنه نه ده سوې.

که څه هم د هيواد اوسنی هوايي ځواک فعال دی او روزنه یې هم دوام لري، خو د لېږد رالېږد برخه یې نژدې ۷۰ سلنه فعاله ده. په دې سره تر ټولو لويه اندېښنه دا ده، چي د ملاتړ، هوايي دفاع، رادار او کشف برخي یې بېخي فعالي سوي نه دي.

په پام کي ده، چي ډېر ژر ۲۰ بم اچوونکي (سوپر توکانو) الوتکي ۲ C۱۳۰ او ۲۰ مي ۱۷ افغان پوځ ته ورکړل سي. ۶۷ ځله کتل شوی

.fb_iframe_widget_fluid_desktop iframe {

width: 100% !important;

}

Share on: WhatsAppThe post آفغان آمنیتي او دفاعي ځواکونه د پخوا په پرتله ښه تجهيز سوي appeared first on ټاتوبی نيوز.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/afghanistan-security-and-defense-forces-2019-improvements/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading