بازتاب نیوز

زلمی خلیلزاد: که امریکایي پوځیان له افغانستانه وتلو نو له ناټو سره به یو ځای له دې هېواده ووځي

٢٦ کب ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي

استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که امریکایي پوځیان له افغانستانه وتلو نو د ناټو

سازمان له قوتونو سره به یو ځاي له دې هېواده ووځي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله رسمي ټویټر پاڼه دغه پیغام لیکلی

دی.

د ښاغلي خلیلزاد په پیغام کې راغلي:” له ناټو قوتونو سره همکاري له

لومړۍ ورځې زمونږ په لومړیتوب کې وه. مونږ په ګډه راغلي یو، نو په افغانستان کې د

خپل حضور د تنظیم په اړه به هم همغږي سره وکړو. که له افغانستان وتلو نو یو ځای به

له دې هېواد څخه ووځو”.

ښاغلي

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه زیاتوي چې، د افغانستان د سولې او امنیت او زمونږ ټولو

د امن لپاره به امریکا او ناټو اوږه په اوږه له یو بل سره و دریږي.

د امریکا د

بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، دغه څرګندونې له طالب استازو سره د پنځم پړاو تر

اوږدو خبرو وروسته کړې دي.

د امریکا او طالبانو له دغو وروستیو اوږدو خبرو وروسته

داسي راپورنه خپاره شول چې ګواکي امریکا او طالبانو د دوو موضوع ګانو په مسوده له

یوبل سره توافق کړي.

لومړۍ موضوع دا چې امریکایان به به بشپړه توګه له

افغانستانه وځي او بله دا چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغوی د متحدینو

پرضد نه کاروله کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19453

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading