بازتاب نیوز

ننګرها؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې چاودنې اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

٢٦ کب ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه د خوړياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په کاکا کلا سيمه کې په اربکيانو شوې ده چې په نتيجه کې يې د څلورو اربکیانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.

له سيمې نه سرچينې وايي چې په له ټپيانو څخه يې يو تن اربکی وژل شوی دی خو عطاء الله خوږياڼی وايي چې په پيښه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار ښار په لومړۍ ناحيه کې درې پرله پسې چاودنې وشوې چې په نتيجه کې يې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/141269/%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%9B-%D8%AE%D9%88%DA%96%D9%8A%D8%A7%DA%BC%D9%88-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%88%D8%A7%D9%84%DB%8D-%DA%A9%DB%90-%DA%86%D8%A7%D9%88%D8%AF%D9%86%DB%90-%D8%A7%D8%B1%D8%A8/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading