بازتاب نیوز

له اسلامه د ویرونې خلاف د جدي تابیاؤ په ضرورت ټینګار

٢٦ کب ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د ترکیې ولسمشر د نیوزي لینډ په جوماتونو کښې پر لمونځ کونکو ترهګرې حملې په نړۍ کښې له اسلامه د ویرونې د پراختیا او لمسون له امله وبللې.رجب طیب اردوغان په نیوزي لینډ کښې پرون په دوو جوماتونو باندې د ترهګرو حملو په غبرګون کښې وویل: په نړۍ کښې له اسلامه د ویرونې پراختیا او لمسول د فردي ځورونې له حده وتلې او د ډله ایزې وژلې اړخونه یې خپل کړي دي.

هغه زیاه کړه چې د نیوزي لینډ پرونۍ ترهګرې حملې د اوږدې مودې د پلاننګ له امله شوې دي او په دې وجه یې د یوې ناڅاپه فیصلې په وجه نه شو ګڼلی او برغولی پرې نه شو ایښودلی.

د اسلامي هیوادونو روزنیز، علمي او کلتوري ادارې (آیسسکو) هم اعلان وکړ چې د نیوزي لینډ په جوماتونو کښې شوی قتل عام د بشري خلاف جنایت او له اسلامه د ویرونکو څرګندونو نتیجه ده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/world/له-اسلامه-د-ویرونې-خلاف-د-جدي-تابیاؤ-په/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading