بازتاب نیوز

په نیوزلېنډ کې پر لمونځ کوونکو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

٢٦ کب ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: دافغانستان اولسمشراشرف غني د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو پرمهال وویل، پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي.جمهوررئیس یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هیوادونو د ترهګرۍ شومې پدیدې پر ضد له تفکیک پرته د ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

اولسمشرغنی جمهوررئیس د نیوزلېنډ حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/په-نیوزلېنډ-کې-پر-لمونځ-کوونکو-د-تروریس/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading