بازتاب نیوز

د افغانستان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی ایران ته سقر

٢٦ کب ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د یوخبر له مخې ښاغلی داودزی نن شنبې د کب ۲۵ مه په دوه ورځني سفر ایران ته تللی دی.د سولې عالي شورا وايي ښاغلي دوادزی به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او له یو شمېر نور ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې د ایران پر ملاتړ خبرې اترې وکړي.

د یادې شورا د چارواکو په وینا سوله ملي، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري او ښاغلی داوودزی د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه مسؤلیت لري چې دغه اجماع نوره هم پياوړې کړي.

باید و ویل شي، چې ښاغلي داودزي تر دې وړاندې هم د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځ ته کولو په موخه له چینايي او پاکستاني چارواکو سره په بېجنګ او اسلام آباد کې خبرې کړې وې.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/politics/د-افغانستان-ولسمشر-ځانګړی-استازی-محمد/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading