بازتاب نیوز

د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی

٢٦ کب ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو نن د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې چاودنه تائید کړې او ویلي يې دي چې په دغې چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وایي، دغه پیښه نن سهار د کابل ښار په پنځمه ناحیه د کوټه سنګي په سیمه کې شوې ده یو تن یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې برید نن سهار ۸:۲۰ بجې په یوه شخصي کرولا ډوله موټر پوري د نښلول شوي بم له امله رامنځته شوی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-کابل-په-چاودنه-کې-یو-تن-وژل-شوی-او-یو-بل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading