بازتاب نیوز

تادین خان: هغه اته ترهګر چې غوښتل یې له پاکستانه کندهار ښار ته بمونه ولیږدوي د خپل بم په چاودنه کې وژل شوي

٣ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین

خان وايي، پرون د حمل ( وري) ۲ مه د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په سالات سیمه

کې هغه اته ترهګر چې غوښتل یې له پاکستانه کندهار ښار ته بمونه ولیږدوي د خپل بم

په چاودنه کې  وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین

خان پر خپله ټویټر پاڼه په دغې پیښه کې د ۸ طالبانو د وژل کیدو او د ۳ نورو د ټپي

کیدو پخلی کړی دی.

په ورته وخت کې د کندهار  پولیسو د رسنیو دفتر ویلي، پرون د کندهار ولایت

په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري  ځای پر خای شوي بم، دملکي وګړو موټر الوزولی او  په دغې پیښه  کې موټر چلوونکی وژل شوی د ښځو او ماشومانو په

ګډون  څلور نور ژوبل کسان شو ي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19572

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading