بازتاب نیوز

د غزني ځایي چارواکي: په تېره یوه میاشت کې د ۶۰ هوایي او کومانډويي بریدونو پرمهال ۷۴ طالبان وژل شوي

٣ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د غزني ځایي چارواکي وایي، له تېرې یوې میاشتې راهسي،

افغان ځانګړو ځواکونو او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په ګډه، په دې ولایت کې ۶۰

هوایي او کومانډويي بریدونه ترسره کړي چې پایله کې یې ۷۴ تنه طالب وسله وال وژل

شوي.

د غزني ولایت رسنیز دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د

۷۴ طالب وسله والو د وژل کیدو د ادعا تر څنګ ویلي چې په دغو عملیاتو کې په طالبانو

پورې اړونده ۸۲ میله وسلې، ۱۸ موټر سایکلونه، ۷ عرادي موټرونه او زیاته اندازه

چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د خبر پاڼې په حواله دغه عملیات د غزني ولایت د مرکز په ګډون، د اندړو، قره باغ، ګیرو، ده یک، آب بند، واغظ،

ناوي او مقر په ولسواليو کې ترسره شوي دي.

خو په ورته وخت کې د

طالبانو ویاند بیا رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې وایي چې دوي ته دومره تلفات

نه دي اوښتي لکه څومره چې حکومت ادعا کړې ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19579

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading