بازتاب نیوز

مقدسه یورش، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ مرستیاله وټاکل شوه

٤ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

ځوانه مېرمن مقدسه یورش، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د

سودا ګرۍ د مرستیالې په توګه په دنده ګمارل شوې ده.

اغلې یورش دماسترۍ سند د امریکا متحده ایالاتو له اکرن

پوهنتون څخه د سودا ګریز مدیریت په څانګه کې اخیستی او لیسانس سند یې دهندوستان له

پونې پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې تر لاسه کړی دی.

میرمن مقدسه یورش تردې مخکې په اداري اصلاحاتو او ملکي

خدمتونو کمیسیون کې کمیشنره وه.

اغلې یورش اداري اصلاحاتو کمیسیون ته د کمیشنرې په توګه

تر راتګ مخکې په کابل ښاروالۍ کې د بشري سرچینو د رئیسې په توګه دنده پر مخ بیولې

ده.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/19592

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading