بازتاب نیوز

د نوی کال جشن په اړه د بهرنیو چارو وزیر پومپئو اعلامیه

٧ وری ١٣٩٨ په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفارت

مطبوعاتی اعلامیه

مایکل آر پومپئو

د بهرنیو چارو وزیر

واشنگتن دی سی

د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۵ مه نېټه

 

د نوی کال جشن په اړه د بهرنیو چارو وزیر پومپئو اعلامیه

 

د نوروز جشن به مناسبت د ایران خلکو او ټولو هغو کسانو ته چې د پسرلي او د نوي کال پیل دغه لرغونی دود لمانځې، د افغانستان، آذربایجان، چین، گرجستان، هند، عراق، قزاقستان، قرقیزستان، پاکستان، روسیه، سوریه، تاجیکستان، ترکیه، ترکمنستان، ازبکستان، کُرد خلکو په ګډون او په متحده ایالاتو کې د دوی ټولنو ته مبارکې وایم.

 

د زرګونو کلونو راهیسي، نوروز د ډیرو خلکو او ټولنو لپاره د کلتور او میراث بنسټ جوړ کړی دی. نوروز کورنۍ او ملګري سره یوځای کوي ترڅو د تیر وخت په هکله تامل و کړي او راتلونکې ولمانځي، نوروز داسې یو وخت دی چې له نږدو او لرو خپلوانو سره د لیدو کاتو او اړیکه نیولو زمینه برابروي. څرنګه چې ایرانیان د سږکال نوروز لمانځي، دوی باید پرته له کوم محدودیته د ټولنیزو رسنیو پاڼو ته لاسرسۍ ولري ترڅو وکولای شي خپل د رخصتیو غونډو عکسونه په نورو ښارونو یا حتی په بهر کې خپلوانو سره شریک کړي او د نوي کال مبارکۍ ولیږي. د ایران سرلوړې خلک دا حق لري چې د ځپلو له ویرې پرته غوره ژوند وکړي.

 

هیله لرم چې ښږنی نوروز د ټولو لپاره یو نوی پیل او روښانه راتلونکې سره مل وي! نوی کال مو مبارک شه!

###

 

 

 

 

په واسطه | 27 مارچ, 2019 | موضوع ګانې: خبرونه, مطبوعاتي اعلامیې

اصلي اړیکې: https://af.usembassy.gov/ps/د-نوی-کال-جشن-په-اړه-د-بهرنیو-چارو-وزیر-پ/

د اصلي پاڼې خلاصول

په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفارت په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading