بازتاب نیوز

د ټاکنو په بهير کې د ښځو د رغنده ونډې په تړاو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

٢٦ وری ١٣٩٨ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو په بهير کې د ښځو د رغنده ونډې په تړاو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې ميرمن حوا علم نورستانۍ د دغې ناستې موخه په ټاکنو کې د ميرمنو پراخه ونډه په ګوته کړه او زياته يې کړه، “میرمنې د تاريخ په اوږدو کې د ستونزو په هوارولو کې برلاسه وې او تل د خپلې ټولنې د نيکمرغۍ او سوکالۍ له پاره مخکښې پاتې شويدي.

دا رنګه يې د کميسيون د يوې مياشتې په ترسره شويو چارو او لاس ته راوړنو رڼا واچوله، هغې او زياته يې کړه، له هغه وخته چې د کميسيون مشري ورتر غاړې شوې د نورو محترمو کميشنر صاحبانو په ملاتړ او همکارۍ يې عملياتي پلان، د ګومارلو د تګلارې تصويب، د اداري اصلاحاتو له کميسيون سره د تفاهم ليک لاسليکول، د ټاکنو د ترسره کولو د بودجې تصويب او حکومت ته يې سپارل، د بايومتريک سيستم طرحه او د سياسي ګوندونو او نورو اړونده بنسټونو سر ناستې هغه څه وو چې په همدغه موده کې ترسره شويدي. هغې دا رنګه وويل “ميرمنې هيڅکله هم په ويجاړيو او ورانولو کې ښکيلې نه وې، خو په ودانولو او بيا رغولو په چارو کې له هر چا څخه برلاسې دي، د ټاکنو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی زموږ او تاسو ټولو دنده ده."


دغه راز د ټاکنيزو شکايتونود کميسيون مشرې ميرمن زهره بيان شینواری هم خبرې وکړې او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پاتې ولايتونو د پايلو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ د دغې غونډې له جوړيدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، "د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د اوسنۍ رهبرۍ په شتون ډاډمنه يم چې د ټاکنو پايلې به رڼې وي، د ښځو چارو وزارت ستاسو سره څنګ په څنګ ولاړ دی او په ۲۲۴ ولسواليو کې د عامه پوهاوي پلان جوړ شوی او موږ د ټاکنو او سولې په اړه ځانګړي پروګرامونه لرو".

د آجندا سره سم برخه والو په ټاکنو کې د ميرمنو د پراخه ونډې اخيستو هم د کانديدانو، هم د ټاکنو د بهير د کارکونکو او هم د رای ورکونکو په توګه، د ميرمنو له باره په امنيتي او اقتصادي ننګونو خبرې اترې وکړې.

د دغې غونډې په پای کې د ټاکنو د کميسيون کميشنرې رحیمه ظریفي له ګډونوالو او رسنيو له راتګه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په ناسته کې به ټولو نظرونو او وړانديزونو ته په خپلو کاري تګلارو کې ځای ورکوي.

د يادولو وړ ده چې دغه غونډه د ټاکنو د خپلواک کميسيون د جندر د برخې په مديريت د پارک سټار په هوټل کې د روان کال د وري په پنځه ويشتمه نيټه جوړه شوې وه چې د ټاکنو د دواړو کميسيونونو د چارواکو او کارکونکو سربيره د ښځو چارو او اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، بشري حقونو خپلواک کمیسیون، کورنيو چارو او پوهنې وزارتونو، د ميرمنو شبکې، د ټاکنو د څارونکو بنسټونو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د لومړۍ ميرمنې د دفتر او يو شمير نورو ادارو او د مدني ټولنې د بنسټونو چارواکو او کارکونکو ته بلنه ورکړل شوې وه.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1604-gender-forum-20190414-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading