بازتاب نیوز

د ټاکنیزو سیستمونو نړیوال تخنیکي بنسټ (IFES) د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره همکاري کوي

٢٦ وری ١٣٩٨ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنیزو سیستمونو نړیوال تخنیکي بنسټ (IFES) د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره همکاري کوي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن له غرمې وروسته د روان کال د وري میاشتې په پنځه ویشتنمه نیټه د ټاکنیزو سیستمونو د نړیوال تخنیکی بنسټ له چارواکو سره په لیدنه کې لومړی هغوی ته ښه راغلاست ووایه او دا یې هم وریاده کړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه بنسټ تخنیکی مرستو او همکاریو ته اړمن دی.

دغه ناسته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مرکزي دفتر کې تر سره شوه چې د کمیسیون د رهبری پلاوی او دارالانشاء مشرتابه په کې برخه لرله، په دغه لیدنه کې د بایومتریک سیستم څخه د ګټې اخیستنې پر لایحې، د مرکزی احصایې له ادارې سره په تفاهم لیک او د کمیسیون د نورو تر سره شویو چارو پر سر خبرې وشوې او د ټاکنو د بهیر په بایومتریک کولو حاضرینو ته معلومات وړاندې شول.

په دغې غونډه کې د ټاکنو او د ټکنالوژۍ او د سایبري امنیت (IFES) مشر تخنیکي مشر سلاکار (مایکل یارد) او ورسره ملګري پلاوی یې خپلې تجربې او تخنیکي مشورې د کمیسیون د مشرتابه سره شریکې کړې.

ښاغلي یارډ د سویلی افریقا، ګانا، بوسنیا هرزیګونیا، کوسوو، ارمني، اندونیزیا، یوګاندا او لیبیا هیوادونو کې د خپلو تجربو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم کولای شي له دغو تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه د ښاغلي یارډ پنځه ویشت کلنې تجربې ارزښتناکې وبللې، او دواړو غاړو ژمنه وکړه چې په خپلو کې به تخنیکی مرستې همکاري جاري ساتي.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1632-ifes-meeting-20190414-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading