بازتاب نیوز

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو د خبرو شپږم پړاو پیل شو

٢٦ وری ١٣٩٨ طلوع نیوز

د افغان سولې په اړه د زلمي خلیل‎زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې اترې نن (دوشنبې د وري په ۲۶) قطر کې پیل شوې.

په قطر کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لیدنه، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو له زیاتوالي او د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په وړاندې یو لړ خنډونه رامنځته شوي خو تمه لري چې دا خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل:«له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي، څو ناستې شوې دي، تمه کېږي شپږمه ناسته د اپرېل په پنځلسمه ترسره شي، هیله من یو چې دا ناسته ښې پایلې ولري او دا بهیر منطقي پای ته ورسېږي، منطقي پای یې په سیمه کې سوله او ثبات دی او موږ په دې برخه کې مرسته کوو.»

د قطر ناستې په اړه باخبرې سرچینې وايي چې له طالبانو څخه به وغوښتل شي چې په افغانستان کې جګړه کمه شي او په یوه اوربند سره هوکړې ته ورسېږي.

سیاسي شنوونکی  وحید مژده څرګندوي:«ښاغلی خلیل‎زاد قطر ته ولاړ څو له طالبانو سره مذاکره وکړي او له طالبانو وغواړي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي څو د سولې د مذاکرې په وړاندې خنډ نه شي.»

د قطر له ناستې وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر پاڼه د طالبانو له مشرتابه غوښتي د دې ډلې استازو ته د اوربند په هکله د بحث واک ورکړي او د طالبانو د اعلامیې په غبرګون کې یې ویلي و چې امریکا پر دې ډلې جګړه نه ده تپلې او لیکلي یې دي چې امریکا دا جګړه نه ده تپلې، افغانان له څو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دي.

پخوانی طالب قوماندان  سید اکبر اغا په دې اړه وايي:«لمر په تو ګوتو نه پټېږي او زه فکر کوم دوی غواړي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي؛ جګړه د امریکا له مدیریت سره روانه ده الوتکه، پیلوټ او وسله ټول د امریکا دي.»

دا شپږم ځل دی چې د امریکا او طالبانو استازي په قطر کې سره ګوري، ویل کېږي چې دا ناسته به درې ورځې روانه وي.

له بلخوا اجراییه ریس په کابل کې د امریکا د کانګرس له پلاوي سره په کتنه کې ویلي طالبان په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي اراده نه لري او د سولې له خبرو د یوه اوزار په توګه کار اخلي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%BE%D9%87-%D8%A7%DA%93%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D8%A7%D9%88-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D9%88-%D8%B4%D9%BE%DA%96%D9%85-%D9%BE%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%BE%DB%8C%D9%84-%D8%B4%D9%88

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading