بازتاب نیوز

په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو تر منځ د شپږم پړاو خبرې پیل شوې

٢٦ وری ١٣٩٨ آریانا نیوز

په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي ترمنځ د شپږم پړاو خبرو له پیل مخکې نوموړي له طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد لدغې غونډې مخکې د طالبانو پر رهبرۍ غږ کړی، چې مرکچي پلاوي ته د اوربند واک ورکړي.

د طالبانو لخوا د الفتح عملیاتو له پیل څو ورځې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازي د شپږم ځل لپاره په قطر کې سره کښیناستل. له غونډې لږ مخکې زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې طالب رهبران باید خپلو مرکچیانو ته د اوربند واک ورکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکا؛ ځکه خبرو ته کښیناسته، چې وپوهیده- جګړه نوره د حل لار نده. د خبرو په څو پړاوونو کې ما د تاوتریخوالي د کمولو لپاره وړاندیزونه وکړل؛ خو طالبانو زمونږ له کار سره مخالفت وکړ او وژنو ته دوام ورکوي. د وژنو د مخنیوي لنډه لار اوربند دی.

پاکستان هم د قطر دا ځل خبرو ته هیله من دی او د  بهرنیو چارو وزیر یې ویلي، چې د قطر دا ځل خبرې به مثبتې پایلې ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ مونږ تمه لرو او غواړو همکاري هم وکړو، چې دا غونډه مثبتې پایلي ورکړي او منطقي لار وموندل شي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي؛ تمه ده، چې په شپږم پړاو خبرو کې به دواړه لوري له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او دا، چې له افغانستان څخه به امریکا ته ګواښ نه پيښیږي، هوکړې ته ورسیږي.

پخوانی طالب چارواکی سیداکبرآغا وایي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ به درې ورځې د پېنځم پړاو پر جزئیاتو بحث وشي.  

له بلې خوا په کور د ننه حکومت او سیاستوال د سولې په برخه کې یوه خوله ندي.

د سولې عالي شورا غړی اسمعیل قاسمیار وايي، چې مونږ نه یوازې بریالي نشو، چې د طالبانو ډاډ خپل کړو، بلکې په خپلو کې مو هم ډاډ رامنځته نکړ او د یوې متزلزلې ملي همغږۍ لرونکي پاتې یو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛  خپلمنځي اختلافونه به د افغان جګړې له پای ته رسیدو سره مرسته ونکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې پر دوی جګړه تپل شوې؛ خو دا هغه څه دي، چې زلمي خلیلزاد یې ردوي او وایي، چې جنګ نشي کولی د تاوتریخوالی مخه ونیسي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/uu-uoo-202/?lang=ps

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading