بازتاب نیوز

لا هم ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ليکوال: کامران هاشمي

په هيواد کي د پوهنيز بهیر پر وړاندي د نورو ستونزو تر څنګ، نژدې نیمایي افغان زده کوونکي مناسب ښوونیز چاپېریال او ودانۍ نه لري.

دا يوه له هغو جدي ننګونو بلل کېږي، چي د افغان زده کوونکو پر ښوونه او روزنه یې بد اغېز کړی دی.

د پوهني وزارت د مالوماتو پر اساس، لا هم نژدې۵۰ سلنه زده کوونکي تر شنه او وریځ اسمان لاندي زده کړي کوي.

د دې ستونزي د حل په موخه د تېر ۱۳۹۷ ښوونیز کال په پيل کي افغان ولسمشر محمداشرف غني د ۶۰۰۰ ښوونځیو لپاره د نويو ودانیو جوړولو ژمنه کړې وه او ويلي وه چي ياد شمېر ښوونځي به په دوو کلونو کي ورغول سي.

د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره د نويو ودانیو جوړولو دا لویه پروژه، چي ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ورته ځانګړي سوي وه، چي د ولسمشر له خوا د پوهني، ښار جوړولو او ځمکو، کلیو پراختیا او بیارغوني وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې ته د تطبيق په موخه سپارل سوې ده.

اوس موندني ښيي، چي د ۶۰۰۰ ښوونځیو له جملې څخه یواځي د ۱۰۰ او ۲۰۰ په شاوخوا کي د ښوونځيو لپاره نوي ودانۍ جوړي سوي او د ځينو یې کار جريان لري.

د پوهني وزارت د مالوماتو پر اساس، چي د ښوونځيو لپاره بودیجه سته، په ولایتونو کي ۹۰ سلنه مځکي ورته ځانګړي سوي، د سروې، ډیزاین او پروپوزل چاري یې هم تکمیل سوي، دا چي دا ښوونځي د شوراګانو له خوا جوړېږي، کارونه یې اسانه دي او تمه ده، چي په راتلونکو شپږو میاشتو کي به د ډېرو ښوونځيو د نويو ودانيو د جوړولو چاري بشپړي سي او همدا راز د نوي ښوونیز کال په پيل سره به له۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ ښوونځیو د نويو ودانيو چاري عملاً پیل سي.

همدارنګه د کلیو، پراختیا او بیا رغورني وزارت، چي د ولسي تړون پروګرام له لاري د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړوي، خبر ورکوي، چي د ۲۶۴۷ ښوونځيو کار به په ۱۳۹۸ ه ش کال کي تکميلوي، چي د دې پروژې د تطبيق لپاره ۸۳ ميليونه امريکايي ډالره بودیجه لري او له ځايي خلکو او قومي شوراګانو سره په همغږۍ به خپل کارونه مخي ته وړي.

له بلي خوا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته بیا د ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ سپارل سوي، چي له مخکنيو جوړو سويو ودانیزو توکو یې جوړوي، دغه وزارت تیاري ښوونځۍسيمي ته وړي او هلته یې نصبوي.

د مالوماتو پر اساس، چي د دغه سيارو ښوونځيو جوړولو په کارخونه کي په دوو وختونو کي لسګونه کسان کار کوي، چي تر اوسه یې د ۷۵ ښوونځیو لپاره ودانیز مواد تيار کړي، چي يو شمېر یې ولايتونو ته لېږدول سوي هم دي.

دا ښوونځي د يخي او ګرمي هوا اسانتیاوي لري، د طبيعي پېښو پر وړاندي مقاومي دي او له ترکیې څخه راوړل سوي، چي ويل سوي۵۰ کاله عمر کوي.

د پوهني وزارت د ارقامو په اساس، ټاکل سوې چي په ۱۳۹۸ ښوونیز کال له یوه میلیون څخه زیات نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل سي.

نوی ۱۳۹۸ ښوونیز کال داسي وخت پیلېږي، چي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسيف د شمېرو په اساس، لاهم ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان چي ډېری یې نجوني دي، له زده کړو محروم پاتي دي او په ناامنه سیمو کي د زده کوونکو پر مخ د نژدې ۷۰۰ په شاوخوا کي د ښوونځيو دروازې هم تړلي پاتي دي.

The post لا هم ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/afghanistan-kids-education/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading