بازتاب نیوز

فراه کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د فراه امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې یوه پولیس پر خپلو ملګرو ډزې کړي او تر نیول کیدو وړاندې یې څلور پولیس وژلي دي.

دغه پیښه د فراه ښار ته څیرمه د یوې امنیتي پوستې په داخل کې پیښه شوې.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب دغه پېښه منلې او وايي، تر څیړنو وروسته به څرګنده شي چې آیا په دې پیښه کې د طالبانو ډله ښکیله ده او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستيو کې پسرلني عملیات اعلان کړی او د بېلا – بېلو تکتیکونو له لارې پر امنیتي ځواکونو حملې کوي.

طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي اهدافو باندې کابو هره ورځ بریدونه کړي دي.

په دې ترڅ کې طالبانو د افغانستان د اوږدې جګړې د پای له پاره له امریکايي چارواکو سره څو ځله خبرې او مذاکرات هم کړي دي.

The post فراه کې یوه پولیس خپل څلور ملګري وژلي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/فراه-کې-یوه-پولیس-خپل-څلور-ملګري-وژلي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading