بازتاب نیوز

سوناکشي: میني ته تلوار نه لرم

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د بالیووډ ښکلي او نوموتي سېنمايي ستورې سوناکشي سینا ویلې دي، چي د میني د موندولو لپاره تلوار نه لري، نوموړي دا هم ویلي دي چي اوس په هغه مرحله کي ده چي غواړي مینه ومومي.

کله چي په یوه مرکه کي د نوموړي څخه د خپل پلار د سیاست او ورته نورو موضوعاتو تر څنکه دا وپوښتل سول چي د میني او رابطي په هکله څه فکر کوي، نو نوموړي په ځواب کي وویل:(( زه هم غواړم مینه وکړم، مګر زه د ژوند په یو داسي نقطه کي یم، چي زه هم غواړم مینه وموم چي دا به پاتي سي، زما تلوار نه دي زما کارونه ډیر ښه روان دي، زه ډېره مصروفه یم، زه د نورو کارونو لپاره ډېر لږ وخت لرم، هو هتمآ زه به انتظار وکړم،  دا ځل به زه په مینه پسي ولاړه نه سم، زه به پریږدم چي مینه ما پسي راسي.))

د هغه پوښتني په ځواب کي چي غواړي څه ډول شخص یې په ژوند کي راسي وویل:(( غواړم له داسي شخص سره اوسم چي هیڅ اعتراض ونه لري، کاملآ صادق وي، څوک چي زما سره د دي لپاره چي زه یم مینه وکړي، زه ټول هغه کوچني او ساده څه چي د میني سره زما ژوند ته راځي غواړم.))

The post سوناکشي: میني ته تلوار نه لرم appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/سوناکشي-میني-ته-تلوار-نه-لرم/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading