بازتاب نیوز

د سولي د مذاکراتو پنځم پړاو ترسره سو

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ليکوال: ايمل تابع

په دې وروستيو کي د سولي په اړه د روانو خبرو په جريان کي تېره اوونۍ چهارشنبه د رواني مارچ مياشتي پر ۱۳مه، په قطر کي د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پنځم پړاو ترسره سو.

بايد ووايو، چي د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د قطر هيواد په پلازمېنه دوحه کي له دوو اوونیو راهيسي رواني خبري د کومي هوکړي له لاسلیکولو پرته پای ته رسېدلي.

سرچینو ويلي، چي د سولي مذاکراتو اړوند د یو شمېر ټکو په برخه کي پرمختګ رامنځ ته سوی دی.

ویل سوي، دواړه لوري د ترهګرۍ پر تعریف او دا چي څوک ترهګر دي؟ سره سلا سوي دي.

سرچینې زياتوي، د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش لا هم د دواړو لورو تر منځ اختلافات پر ځای پاته دي.

دا چي د خبرو د پنځم پړاو په پای کي هم کومه هوکړه نه ده لاسلیک سوې، خو ټاکل سوې، چي امریکایان او طالبان به د رواني مارچ میاشتي په وروستیو کي د خبرو بل پړاو راپيل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولي مذاکراتو د پنځم پړاو له پای ته رسېدو وروسته پر خپل ټویټر پاڼه ویلي، چي د سولي لپاره حالت ښه سوی دی.

خليلزاد ويلي، دا څرګنده سوه، چي ټول لوري د جګړې پای ته رسول غواړي. له لوړو ژورو سره-سره موږ پرمختګ هم وکړ. د سولي لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وسي، چي له ترهګرۍ د مبارزې ډاډ، د بهرنيو پوځيانو وتل، د افغانانو خپلمنځي خبري او هراړخیز اوربند دی. د تېري جنوري مياشت په مذاکراتو کي موږ اصولاً پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه او اوس موږ د لومړنیو دوو اصلونو پر مسودې سلا کړې ده.

نوموړي زياته کړې، کله چي د بهرنيو پوځيانو د وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغېزمني مبارزې د اقداماتو پر مسوده هوکړه وسي، بیا به طالبان او د افغان حکومت په ګډون نور افغانان د یوه سیاسي جوړجاړي او هراړخیز اوربند لپاره خپلمنځي خبري پیل کړي. بل ګام به په واشنګټن کي بحثونه وي او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږي، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چي پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي سوې، وروستۍ هوکړه نه سي کېدلای.

د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امریکا او طالبانو تر منځ له وروستیو خبرو اترو د ترسره کېدو وروسته د افغانستان ملي یووالي حکومت هم د سولي لپاره د امریکا هڅي ستايلي دي.

افغان ولسمشر محمداشرف غني په ارګ کي د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو کي وویل، چي مشورتي لویه جرګه به د مذاکراتو چوکاټ وټاکي او د سولي تعریف به وړاندي کړي.

ولسمشر وویل، چي دا د افغانستان حکومت و، چي د سولي بهیر د پرمختګ لپاره یې له نړیوالي ټولني څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

د زلمي خلیلزاد تر خبرو څو ساعته وروسته د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه ټویټ کي وويل، چي افغان حکومت د سولي لپاره د امریکا د هڅو هرکلی کوي او هیله من دی، چي له طالبانو سره اوږدمهاله اوربند اعلان وسي او پر دې سربېره د طالبانو او افغان دولت تر منځ مخامخ خبري پیل سي.

همدا راز اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بيا له ترهګرۍ څخه د نه ملاتړ په اړه د طالبانو له ژمني څخه د یوه ښه ګام په توګه یادونه وکړه، خو دا یې هم زیاته کړه، چي که طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته چمتو نه سي، پایله به يې ګټوره نه وي.

ویل کېږي، چي طالبانو هوکړه کړې، چي نور به د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي او د القاعدې په ګډون به له هيڅ يوې داسي ډلي سره اړیکه نه ساتي او پر وړاندي به یې مقابله کوي.

The post د سولي د مذاکراتو پنځم پړاو ترسره سو appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/afghan-peace-talks-5th-process/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading