بازتاب نیوز

قبایلو وزارت: تېرکال مو ۸۴ قومي شخړې هوارې کړي

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او په ۱۳۹۸ کال کې د یاد وزارت د پروګرانو په اړه، معلومات ورکړل.

ډاکټر فریدون بارکزي وویل: دغه وزارت په ۱۳۹۷ کال کې له قومونو او قبایلو سره د اړیکو د رامنځته کولو په موخه د ۱۶ هدفونو د تر لاسه کولو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې شپږویشت جرګې جوړې کړي او د یاد وزارت په مېلمستونونو کې هم د ۲۶۰۰۰ مېلمنو هرکلی کړی دی.

نوموړي وویل چې دغه وزارت په نورستان، پکتیا، خوست او بغلان ولایتونو او شینوارو ولسوالۍ کې د شخړو په هوارولو کې ونډه اخیستې او د تېر کال په اوږدو کې یې د هیواد په کچه ۸۴ قومي شخړې هوارې کړې دي.

دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ناامنه ولایتونو، سرحدي سیمو او د ډیورڼد فرضي کرښې د دواړو غاړو د ۴۰۰۰ زده کوونکو د ښوونې او روزنې لپاره د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او پیر محمد کاکړ په لیسو، د بایزید روښان په انسټیټوت، د کندهار ولایت په غازي عبدالله خان اڅکزي او د ننګرهار ولایت د پښتونستان په لیسو کې د زده کړو او لیلیې زمینه برابره کړې ده.

همدارنګه دغه وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د لسګونو سرغړونو د راپور ترڅنګ له نور ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي سیمو د وضعیت په اړه څېړنه کړې او له هغه څخه یې راپور وړاندې کړی دی.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د دغه وزارت د کړنو او فعالیتونو د ښه انعکاس او عامه پوهاي په موخه د هیواد په دوو رسمي او اتو سیمه ییزو ژبو د مجلو، جریدو او ډول ډول کتابونو د خپرولو په برخه کې هم فعالیتونه تر سره کړي دي.

له هغې جملې څخه د ملي یووالي د ټینګښت، د فرهنګ د غني کولو او عامه ذهنونو د روښانه کولو په موخه په پښتو ژبه د جرګې ۱۲۰۰۰ مجلې ، په دوو رسمي او اتو سیمه ییزو ژبو د هموطن ۸۰۰۰ مجلې، په پښتو، نورستاني او دري ژبو د جاش ۴۰۰۰ مجلې، په پښه یي ژبه د تارا ۱۵۰۰ جریدې او تر بېلا بېلو عنوانونو لاندې ۶۰۰۰ ټوکه کتابونه چاپ او خپاره شوي دي.

پکتیا، زابل، نورستان، لغمان او جوزجان ولایتونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت د ولایتي ریاستونو د ودانیو د چارو بشپړېدل او په یادو ولایتونو کې د قومي شخړو د هوارولو په موخه د مېلمستونونو جوړول، په ۱۳۹۷ کال کې د دغه وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو د وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان وروستي کېدل، د جرګو جوړول، له قومي او قبایلي مشرانو سره د اړیکو ټینګول او پراختیا، د مېلمنو کوربتوب او هغوی ته پوهاوی ورکول، د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې د ساتنې او د سرحدي سرغړونو په برخه کې رول لوبول، د ناامنه سیمو، قبایلو او د ډیورنډ فرضي کرښې د اوسېدونکو لپاره د زده کړې زمینه برابرول، په دوو رسمي او اتو سیمه ییزو ژبو د ۲۴۰۰۰ مجلو او تر بېلا بېلو عنوانونو لاندې د ۲۰۰۰ ټوکه کتابونو چاپول، د ۱۳۹۸ کال لپاره د دغه وزارت اساسي پروګرامونه دي.

The post قبایلو وزارت: تېرکال مو ۸۴ قومي شخړې هوارې کړي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/قبایلو-وزارت-تېرکال-مو-۸۴-قومي-شخړې-هوا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading