بازتاب نیوز

د هيواد د سېلاب ځپلو سره بايد اړيني مرستي وسي!

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ليکوال: نويد افغان

د سېلابونو له امله په هيواد کي هر کال په لسګونو کسان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او په سلګونو نورو بيا کورونه او کرنیزي ځمکي په پوره ډول زیانمني کېږي.

سېلاب یوه طبیعي پديده ده، چي د ځمکي پر مخ د زياتو بارانونو له امله رامنځ ته کېږي. د سېلابونو اوبه کېدای سي د زيات باران پر واورو د اورېدو، د تودوخي له امله د واورو ژر اوبه کېدلو او یا هم د طبیعي ډنډ او یا جوړو سویو بندونو د نړېدلو له امله رامنځ ته سي، چي د خپل تګ په مسیر کي د اوبو د کچي په تناسب زیانونه له ځانه سره راوړي.

د معلوماتو له مخي، په افغانستان کي ۷.۵ میلیونه کسان چي (۲۲.۴٪ نفوس)، یو میلیون کورونه او د ټول هيواد په کچه تقریباً ۱۱.۳ سلنه مساحت د سېلابونو له جدي خطر سره مخ دی.

د سېلابونو د نقشو په اساس، د افغانستان ټول ولایتونه له سېلاب څخه زيانمنېدونکي سيمي لري.

دا چي په غرنیو سيمو کي د ځمکي میلان پورته وي، نو اوبه ژر له دغو ساحو څخه راوځي او د سېلاب د تخریب امکان هم کم وي، خو کله چي اوبه هوارو سیمو ته رسېږي، بیا ډېره سیمه لاندي کوي او د سېلاب د تخريب امکان هم ورسره زياتېږي.

په دې وروستیو کي د هيواد په يو شمېر سیمو کي د اورښت د څپو له امله لوی سېلابونه راغلل.

د راپورونو له مخي، په کندهار کي د شديد باران، چي د روان ۲۰۱۹م کال د مارچ له لومړۍ تر دوهمي نېټې یې دوام وکړ، کچه يې په ۳۰ ساعتونو کي ۹۷ ملي متره وه،

چي دا د افغانستان په تاریخ کي بې ساری ریکارډ بلل سوی، ځکه پخوا د اورښت لوړه کچه په ۲۴ ساعتونو کي ۶۰ ملي متره ثبت سوې وه، چي اوسنی اورښت تر هغې کچي یو نیم برابر زيات دی.

وړاندويني ښيي، چي په راتلونکي کي به سېلابونه نور هم شدید سي، په همدې خاطر يادي ستونزي ته جدي پاملرنه په کار ده.

په افغانستان کي له سېلابونو سره د مبارزې پیل ۱۹۴۶م کال ته رسېږي، چي د سېلاب د زیانونو او د اوبو د مدیریت لپاره لومړی د هلمند سیند په حوزه کي د اوبو د کچي ثبتول پيل سول.

وروسته دا شبکه ټول هيواد ته وغځېده او تر ۱۹۸۰م کال پوري یې دوام درلود، چي بیا د جګړو له امله تر ۲۰۰۳م کال پوري د اوبو ارقام ثبت نه سول.

بايد وويل سي، چي ياده وقفه د سېلابونو او اوبو د مدیریت په برخه کي د ستونزو سبب سوه، ځکه د سېلابونو اټکل او مدیریت د اوږد مهاله وخت ارقامو ته اړتيا لري.

دا ډول تخنیکي ستونزي، جګړې، ضعیفه حکومتولي، ټیټ اقتصادي حالت د دې سبب سوي، چي په هيواد کي د سېلابونو په اړه کافي کار ترسره نه سي.

همدا راز په هيواد کي د سېلابونو لپاره له وړاندوینو څخه کار نه اخیستل کېږي او د پېښو پر مهال او یا له هغې وروسته د زیانمنو کسانو سره مرسته کېږي، خو غوره به دا وي، چي د وړاندويني سیستم تقویه، پلی او له پېښو وړاندي جدي اقدامات ترسره سي.

The post د هيواد د سېلاب ځپلو سره بايد اړيني مرستي وسي! appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/afghanistan-latest-floods/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading