بازتاب نیوز

هلمند کې پولیسو د طالبانو ۱۷ پټن ځایونه او ځالې ویجاړې کړي، لسګونه کړۍ ماینونه یې کشف او شنډ کړي دي

٢٧ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د کورنیو

چارو وزارت وایي، په هلمند ولایت کې پولیسو د طالبانو پرضد چاڼیز عملیات پیل کړي

چې پایله کې یې د ترهګرو ۱۷ ځالې او پټن ځایونه له منځه وړي او لسګونه کړۍ خښ کړل

شوي ماینونه یې شنډ کړي دي.

د افغانستان د کورنیو

چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې دغه چاڼیز عملیات په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د

هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په کمپرک سیمه ترسره شوي.

په خبر پاڼه کې د وسله

والو طالبانو او یاد افغان امنیتي ځواکونو د وژل کیدو او یا ټپي کیدو په اړه څه نه

دي ویل شوي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20023

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading