بازتاب نیوز

ارګ د قطر بین الافغاني ناسته کې د ګډونوالو نومونه خپاره کړل «بشپړ نوملړ»

٢٧ وری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت او افغان سیاسیونو تر منځ له یوې اونۍ زیاتو جنجالونو او ناندریو وروسته دقطر په بین الافغاني ناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ نشر شو.

یاد نوملړ چې همدا شېبه نشر شوی؛ په اساس یې د بین الافغاني ناستې د ګډونوالو شمېر ۲۵۰ ته رسېږي چې؛ اوسني او پخواني چارواکي، مدني فعالان، د ګوندونو مشران او پېژندل شوي افغان سیاستوال پکې راټول شوي.


یاده دې وي چې؛ تر اوسه طالبانو د یاد لست په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ياد ليست ته په ټولنيزو رسنيو کې خلکو بيلابيل غبرګونونه ښودلي دي.

د پوهنتون استاد او سياسي شناند ذاکر جلالي په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي:

حکومت د قطر بین الافغاني ناستې لپاره یو ۲۵۰کسیز لیست خپور کړی چې امرالله صالح هم په کې دی. د سولې، روغې او دريځونو د نژدې کېدو په ناستو کې د صالح غوندې یو چا ورګډول د ناستې د تخریب شعوري هڅه ده. له دې سره هغه شکونه په حقیقت بدلېږي چې حکومت یوازې د خپل واک بقا غواړي او د سولې هر هیله وژني. ډاکټر غني اخر په دغسې اقداماتو د څه د ترلاسه کولو په لټه کې دی؟!

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/143144/%D8%A7%D8%B1%DA%AB-%D8%AF-%D9%82%D8%B7%D8%B1-%D8%A8%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%86%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%DA%AB%DA%89%D9%88%D9%86%D9%88%D8%A7/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading