بازتاب نیوز

د سولي خبري او طالبان!

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ليکوال: نجيب هارون

د سولي د خبرو د پيل سره سم په طالبانو کي يو لوی درځ رامنځ ته شوی دی.

ځيني طالب مشران د وړو جنګېدونکو طالبانو له مجبوريت څخه ناوړه استفاده کوي.

مشران طالبان پر پاکستان او قطر سربېره په ايران او يو شمېر نورو هيوادونو کي په مجللو قصرونو کي اوسېږي، خو په افغانستان کي جنګېدونکي طالبان سره له دې چي د ژوند د سختو حالاتو سره لاس او ګرېوان دي، د بلي خوا يې د مجبوريت څخه جګپوړي طالب مشران سوءاستفاده کوي.

هغه طالب مشران چي په بهرنيو هيوادونو کي اوسېږي او د ژوند د ټولو سهولتونو څخه برخمن دي، غواړي ټيټپوړي طالب قوماندانان او طالبان په زوره جګړې ته وهڅوي.

خو ټيټپوړي طالبان بيا وايي، چي سوله راتلونکې ده، طالب مشران په قطر کي د سولي په خبرو بوخت دي، ښايي ډېر ژر سوله راشي، نو لوړپوړي طالب مشران ولي دوی جګړې ته هڅوي، په داسي حال کي چي ممکن ژر تر ژره د سولي رواني خبري يوې ښې نتيجې ته ورسېږي.

د سولي پلوي ټيټپوړي طالبان وايي، چي مشران يې په قطر، ايران او پاکستان کي هوسا ژوند کوي، خو د سولي د خبرو تر څنګ د ټيټپوړو طالب مشرانو له مجبوريت څخه ناوړه استفاده کوي او هغوی ته د جګړې د دوام آمر کوي.

جنګېدونکي طالبان وايي، چي که طالب مشران رښتيني وي او سوله راتلونکې وي، نو د دوی قرباني د څه لپاره، بايد نور تعرضي جګړې بندي شي او يواځي د سولي تر راتګ پوري په دفاعي حالت کي پاته شو.

خو د بلي خوا هغه طالب مشران چي په پاکستان، قطر، ايران او امثالهُم هيوادونو کي اوسېږي پر جګړې تاکيد کوي.

افغان طالبان هم نور د جنګ څخه ستړي دي او هم د خپلو مشرانو متذب ذب سياست په شک کي اچولي دي، زياتره يې هڅه کوي چي که سوله راځي، اوس لا د دولتي اشخاصو سره نېک روابط جوړ کړي او نور د جګړې څخه لاس واخلي، دا ځکه چي دوی پوهېږي چي باالخره يې مشران په قطر کي د سولي د خبرو په اړه يوه توافق ته رسېږي، نو بايد سرله اوسه شخصي روابط هم جوړ کړي او نور د جګړې پر ځای په سوله کي ژوند وکړي.

زياتره وسله وال د خپلو هغو مشرانو چي په بهر کي ژوند کوي، د هغو آوامر چي د جګړې تداوم غواړي، خلاف دي.

ټيټپوړي طالب قوماندانان وايي، چي جګړه دوی کوي، د ژوند سختي او کړاوونه موږ تېروو، خو سوله مو په بهر کي مېشت مشران کوي، د سولي خبري دوی مخ ته وړي، چي هر وخت يې خوښه سي سوله کوي او چي خوښه يې نه سي، پر موږ د جګړې د دوامداره ساتلو او تعرضي عملياتو د پيل آمر کوي.

وسله وال طالبان د سولي د خبرو د پيل سره سم پر دوو بېلو برخو تقسيم شول، يوه ډله هغه طالب مشران چي د خپلو مفاداتو لپاره او د خپل راتلونکي د جوړوني لپاره په قطر کي ناست دي او د امريکايانو سره خبري کوي، بله ډله هغه طالبان دي چي په افغانستان کي جګړه کوي، وژل کېږي، بندي کېږي، زخمي کېږي او هره ورځ قرباني ورکوي.

دا دوې ډلي طالبان ځکه اوس د نظر اختلاف لري چي ټيټپوړي جنګېدونکي طالبان د سولي د خبرو د پيل سره سم نور نه غواړي تعرضي عمليات وکړي، خو د سولي د مذاکراتي ټيم غړي طالبان او يا د طالبانو بهرمېشتي مشران بيا د سولي د خبرو تر څنګ، پر جنګ هم تاکيد کوي.

The post د سولي خبري او طالبان! appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/peace-talks-and-taliban/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading