بازتاب نیوز

د پوستې قومندان او درې پولیس د خپل ملګري لخوا ووژل شول

٢٧ وری ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د فراه ولايت مرکز اړوند نمبریک پوسته کې یوه پوليس د خپلې پوستې قومندان او درې نور ملګري وژلي او خپله طالبانو سره يوځای شوی دی.ویل کیږي چې بريدکوونکی پوليس (سيف الله) نوميږي او د هلمند اوسيدونکی دی چې له دوه ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی او د پوليسو پنځه ميله وسلې يې اوبو ته غورځولي دي.

نوموړي ويلي چې په دغه بريد کې یې د پوستې قومندان (جيلاني) او درې تنه نور پوليس وژلي دي.

که څه هم چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پولیس د دوی نفوذي کس وو.

باید وویل شي چې تر دې وړاندي هم ورته پیښې رامنځته شوي دي.

پرون د هلمند ولايت د ګرشک او سنګين ولسواليو تر منځ هم ورته پيښه رامنځته شوې وه چې دوو تنو پوليسو د خپلې پوستې قومندان عابد او يو پوليس وژلی و او په يوه بله پيښه کې په لغمان ولايت مهترلام ولسوالۍ کې نفوذي پوليسو د خپلې پوستې شپږ پوليس طالبانو ته په لاس ورکړي وو او خپله هم له طالبانو سره يوځای شوي و.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د دولتي ځواکونو په ليکو کې نفوذي کسان لري او وخت ناوخت به په بهرنيو او داخلي عسکرو او چارواکو بريدونه کوي.

تر دې مخکې هم په داخلي بريدونو کې لسګونه بهرنيو – کورنيو عسکرو او چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/د-پوستې-قومندان-او-درې-پولیس-د-خپل-ملګري/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading