بازتاب نیوز

په افغانستان کې به پر فېسبوک بندیز ولګول شي

٢٧ وری ١٣٩٨ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر خبرداری ورکوي چې که د فېسبوک کمپنۍ د حکومت پالیسۍ په پام کې ونه نیسي، په افغانستان کې به پر فېسبوک بندیز ولګوي.شهزاد اریوبي پرون په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د فېسبوک کمپنۍ ته به یو رسمي لیک واستوي چې په افغانستان کې د فیسبوک فعالیتونه له مقراراتو سره سم کړي.

ده وویل چې وزارت یې په ځانګړي ډ‌ول له فېسبوک څخه د جعلي او نامعلومو حسابونو (اکاونټونو) د بندولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري ځکه چې دا اکاونټونه په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو په منځ کې نارامي او اخلال رامنځته کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دا څرګندونې ۱۳ورځې وروسته له دې وکړې چې وزارت یې وویل چې په افغانستان کې د فېسبوک د محلې کولو موافقه یې له دې کمپنۍ سره لاسلیک کړې ده.

د مخابراتو وزارت له هغې خبرپاڼې سره سم، چې د مارچ په ۳۰ یې خبره کړه، دا موافقه د فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو د مصونیت لپاره شوې او دغه راز د دې موافقې له مخې به په افغانستان کې د فېسبوک د کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/په-افغانستان-کې-به-پر-فېسبوک-بندیز-ولګو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading