بازتاب نیوز

جمهور رئيس غني د كابل له سېلاب ځپلو سره وكتل

٢٧ وری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د كابل ښار په قلعه واحد سيمه كې له سېلاب ځپلو سره وكتل.

ده وويل، د كابل سيند د استنادي كولو كار به د اوبو له كمېدو وروسته پيل شي.

د جمهور رئيس غني په وينا، د كابل سيند حريم د ملت حريم دى او له غصبه تصفيه كېږي.

نوموړي زياته كړه، د كابل سيند غاصبين بايد له غصب شوو سيمو بهر شي، كنه زندان ته به ولېږل شي.

د يادونې وړ ده، چې د كابل سيند د پاكولو په هدف په ۱۵ مياشتو كې له ۱۵۰ ميليونه زياتې افغانۍ مصرف شوې دي، خو كليد ګروپ داسې اسناد ترلاسه كړي، چې ښيي ياده اندازه پيسو د قناعت وړ پايله نه لرله.

 

The post جمهور رئيس غني د كابل له سېلاب ځپلو سره وكتل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/16/%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1-%D8%B1%D8%A6%D9%8A%D8%B3-%D8%BA%D9%86%D9%8A-%D8%AF-%D9%83%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D9%84%D9%87-%D8%B3%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8-%DA%81%D9%BE%D9%84%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading