بازتاب نیوز

بريالي كانديدان: د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې دې نوې ولسي جرګه پرانيستل شي

٢٧ وری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د تېر لمريز كال د ولسي جرګې ټاكنو يو شمېر بريالي كانديدان د ملي يووالي له حكومته د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې د نوې ولسي جرګې د پرانيستلو غوښتنه كوي.

دوى نن په يوه خبري غونډه كې د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره، چې پښتو بڼه يې شينكۍ كړوخېل ولوسته، له حكومت او پر ټاكنو د څار له بنسټونو وغوښتل، چې د هېواد د اوسني حالت په پام كې نيولو سره د ټاكنو له خپلواك كمېسيون سره د پاتې ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو د اعلانولو په برخه كې همكاري وكړي.

په پرېكړه ليك كې راغلي، حكومت بايد د ټولو ولايتونو د ولسي جرګې ټاكنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته نوې ولسي جرګه د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړولو مخكې پرانېزي.

د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د ولسي جرګې ټاكنو له ترسره كېدو شاوخوا شپږ مياشتې تېرې شوي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون تر دې دمه د ۲۵ ولايتونو وروستۍ پايلې اعلان كړې دي.

 

The post بريالي كانديدان: د سولې مشورتي لويې جرګې تر جوړېدو وړاندې دې نوې ولسي جرګه پرانيستل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/16/%D8%A8%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D9%83%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%8A%D8%AF%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D9%85%D8%B4%D9%88%D8%B1%D8%AA%D9%8A-%D9%84%D9%88%D9%8A%DB%90-%D8%AC%D8%B1%DA%AB/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading