بازتاب نیوز

په دوحه کې د  بین الافغاني خبرو لپاره د افغان پلاوي د ۲۵۰ غړو نوملړ خپور شو

٢٧ وری ١٣٩٨ خبر تلویزیون یک

Read in Englishبه دری بخوانیدپه پښتو ولولئ2019-04-16 | 41 دقيقه مخکې

ولسمشرۍ ماڼۍ نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو په دوحه کې د  «بین الافغاني خبرو» لپاره د افغان پلاوي د ۲۵۰ غړو نوملړ اعلان کړ.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په يوه وېډیويي پیغام کې وویل چې، پدې لېست کې د سیاسي ګوندونو استازي، جهادي مشران، مدني ټولنې فعالین، ښځو استازي، حکومتي چارواکي، رسنیو استازي، دیني علماء او جګړې د قربانیانو کورنیو غړي شامل دي.

که څه هم پدې نوملړ کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزی نوم شتون نه لري، خو پدې کسانو کې د ولسمشر غني، اجراییه ریس عبدالله او پخوانی ولشمسر غني حامد کرزي د نږدې ملاتړيو نومونه ته سترګو کیږي.

دا ناسته د امریکا په کوربتوت د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره کیږی چې، ۲۵ تنه طالب استازي به هم ګډون پکې وکړي.

تمه کیږي چې یاده ناسته به د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځو په دوحه کې ترسره شي.

حامد کرزي ته نږدې یوې سرچینې وویل، کرزی وایي چې که څه هم زما ملاتړي پدې ناسته کې ګډون کوي، خو خپله دی پکې ګډون نه کوي.

اجراییه ریس عبدالله عبدالله له امریکا غږ ته وویل چې، د یادې ناستې په اړه لازم چمتوالی نیول شوی.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو مایک پمپیو هیله څرګندوي چې، د افغانستان (۴۰) کلنه جګړه به پای ته ورسیږي.

پمیو وویل: «نن سهار مې زمونږ د استازي زلمي خلیلزاد سره چې، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره کار کوي، خبرې وکړې، مونږ هڅه کوو چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو او د امریکایانو او افغانانو ژوند په یو ډول وژغورو.»

تمه کیږي چې یاد (۲۵۰) کسان به سبا چهار شنبه یا پنجشنبه یوځای دوحې ته ولاړ شي.

لدې وړاندې طالبانو ویلي و چې د دوحې ناستې ټول ګډونوال یوازې خپل شخصي نظرونه شریکوي او پدې ناسته کې هیڅوک د افغان حکومت نماینده ګي نشي کولی.

1TVNews.af

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/37965-2019-04-16-12-00-29

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading