بازتاب نیوز

غني: د کابل سیند پر څنډو د استنادي دېوال رغونې لپاره ټول تدابیر نیول شوي ډېر ژر به یې عملي چاري پیل شي

٢٧ وری ١٣٩٨ د خامه پرس خبری آژانس

د

افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن د حمل ( وري) ۲۷مه د کابل ښار له سیل ځپلو سیمو

څخه د لیدنې پر مهال د کابل له زیانمنو شوو ښاریانو سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د

کابل سیند پر څنډو د استنادي دېوال رغونې لپاره ټول تدابیر نیول شوي او ډېر زر به

یې عملي چاري پیل کړي.

په دغې

کتنه کې ولسمشر غني زیاته کړه چې د سېلاب د مخنیوي لپاره ترتیبات نیول کېږي د

کابل سیند غاړې به له غصب څخه تصفیه شي، ځکه د سیند حریم

په ملت پورې اړه دی.

ولسمشر غني، وویل:” د سیند حریم دهیڅ چا شخصي ملکیت نه

دی، و مو لیدل کله چې د سیند حریم تنګیږي ټول له ګواښ سره مخ کیږي”.

ولسمشر غني، د ښار جوړولو او ځمکو وزیر او د کابل ښار وال ته

لارښوونه وکړه چې د کابل سیند د حریم  غاصبین تثبت کړي، نوموړي زیاته کړه، دغه غاصبین

دوه لارې لري یا به خپلو وځي او یابه شل کاله په زندان کې تېروي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/20026

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading