بازتاب نیوز

د هلمند د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان شوې

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هلمند ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې نن د ټاکنو د خپلواک کمیسون له لورې اعلان شوې.

په دغو پایلو کې محمد ظفر صادقي، حاجي غلام ولي افغان، میرویس خادم، محمد کریم اتل، عبدالرشید عزیزي، شېرمحمد اخندزاده، نسیمه نیازۍ او شګوفه نورزۍ د دغو ټاکنو ګټونکي دي.

دا پایلې په داسې حال کې اعلانیږي، چې نن د لومړنیو پایلو له مخې د مختلفو ولایتونو کامیاب اعلان شویو نوماندانو له ټاکنو کمیسون څخه د ټولو ولایتونو د وروستیو د پایلو د اعلان غوښتنه وکړه.

The post د هلمند د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان شوې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-هلمند-د-ولسي-جرګې-د-ټاکنو-پایلې-اعلان/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading