بازتاب نیوز

د لغمان امنیه قومندانۍ ۴ سوه زده کوونکو سره مرسته وکړه

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ له لوري د مستورې لیسې له ۴۰۰ زده کوونکو سره د بکسو، چترۍ او د اوبو د پتکیو مرسته ترسره شوه.

د لغمان امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایي، د مرستو دغه لړۍ به یې دوام ولري او ډير ژر به له یو شمېر نورو ښوونځیو له زده کوونکو سره هم ورته مرستې ترسره کړي.

په ورته مهال د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد کریم رحیمي د لغمان امنیه قومندانۍ او لوړ پوړو مسوولینو څخه مننه وکړه چې د دوی له زده کوونکو سره تل مرستې ترسره کړي چې ننۍ مرسته یې ژوندۍ بیلګه ده.

The post د لغمان امنیه قومندانۍ ۴ سوه زده کوونکو سره مرسته وکړه appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-لغمان-امنیه-قومندانۍ-۴-سوه-زده-کوونکو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading