بازتاب نیوز

هلمند : د ممیزو د ساتنې ۱۰ عصري خونې جوړیږي

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ۱۰ بابه عصري ممیزخونو د جوړولو په پار د سروې چارې پیل شوي دي.

د هلمند د کرنې رییس انجنیر زلمی الکو وایي، چې دغه ممیز خونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.

ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوي، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتياوې اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»

تردې وړاندې هم په هلمند ولایت کې ۱۹ ممیزخونې جوړي شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.

د دغو ممیزخونو په جوړولوسره به د انګورو بڼوالو عواید هم زیات شي او ترڅنګ یې د سیمې اوسیدونکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ د انګورو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه به هم ونیول شي.

The post هلمند : د ممیزو د ساتنې ۱۰ عصري خونې جوړیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/هلمند-د-ممیزو-د-ساتنې-۱۰-عصري-خونې-جوړی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading