بازتاب نیوز

والي: د ننګرهار خالص فامیلیو کې د ۳ نیم میلیونه ډالرو پروژې تطبیقوو

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي،د جلال اباد ښار په ۶مه ناحیه کې د ۳ نیم میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پیل کیږي .

میاخیل د خالص بابا د فامیلیو شورا غړو سره د لیدنې پر مهال وویل،چې ډیر ژر به په یاده ناحیه کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د درې نیم میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د سړکونو،ویالو،پلچکونو او یو شمیر نورو پروژو چارې پیل شي .

،په یاده ناحیه کې به د ښاروالۍ په چوکاټ کې د درې نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت یو پارک،نږدې څلور کیلو متره سړک،۱۵ پلچکونه او یو شمیر نورې چارې ترسره شي.

هغه همدا راز زیاته کړه،چې د پوهنې ادارې له لورې به د ناحیې په کچه درې ښوونځیو ته او د خالص بابا فامیلیو په سیمه کې دووه ښوونځیو ته ودانۍ جوړي شي،همدا راز د برېښنا ستونزې د لا زیاتې اساسي حل په موخه چارې جریان لري .

The post والي: د ننګرهار خالص فامیلیو کې د ۳ نیم میلیونه ډالرو پروژې تطبیقوو appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/والي-د-ننګرهار-خالص-فامیلیو-کې-د-۳-نیم-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading