بازتاب نیوز

د انګلیسي ژبې د مقالو کتاب- سید سالارخادم

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د انعکاس راډيو د انګليسي ژبې د خپرونې د درسي مقالو کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

د ختيځ خپرندويه ټولنې مسؤل ښاغلى ذاهد الله ناصري، د انعکاس راډيو د نشراتو مدير ښاغلى نصرت الله نصرت صاحبزاده او د هېواد ښوونيز مرکز مؤسس ښاغلي يعقوب خان ناصري څخه مننه کوم؛ چې د ليک، ژباړې او ترتيب په برخه کې يې خپلې نېکې مشورې، لازمې لارښوونې او خپله مرسته ونه سپموله.

کتاب د حجم له مخې کوچنى دى.

ځينې مهمې ځانګړتياوې يې په لاندې ډول دي:

_ د هرې مقالې سره جوخت د ښې پوهېدنې په موخه سمبوليک اړونده انځور هم کارول شوى.

_ د مقالې سخت لغاتونه په نښه او بيا د مقالې څخه ښکته برخه کې يې پښتو ژباړه ليکل شوې.

_ د هرې مقالې د ښه حفظ کونې په موخه مې د مقالې اړوند د تمرين لپاره تش ځايونه (خانه-خالي) هم پرېښي.

_ په مقاله (Topic) پوره پوهېدنې او ذهن کې د پاتې کېدو لپاره مې بيا ځلې مباحثوي او معلوماتي پوښتنې کړي.

په پاى کې!

_ د درانه مشر او مخلص مدير نصرت الله نصرت صاحبزاده په مشوره او لارښونه مې ډېر تلاش کړى؛ چې د انعکاس راډيو د انګليسي ژبې زده کوونکو کچې ته په کتو او د ارزونې په اساس مقالې آسانه، لنډې او پر مانا تيارې کړم.

يادونه: (خادم انګليسي مقالې) د ننګرهار سربېره د ګران هېواد په ټولو کتاب پلورنځيو کې موندلاى شئ.

د هغه ملګرو څخه هم مننه؛ چې ډېرو يې پرته له ويلو او کتاب ډالۍ کولو څخه ياد کتاب د فېسبوک په وال نشر او مينوال يې ترې خبر کړل.

دا زمونږ او ستاسو ګډ مسؤليت دى؛ چې د خپلو وطنوالو او ګران وطن لپاره کار وکړو. خواري وکړو. خولې تويې کړو. درد او تکليف په ځان ومنو. له ښه څخه غوره حالت خپل کړو. بيا به ته هم جوړ او آباد يې زه هم او ټول ګران هېوادوال.

يا ربه سوله او ثبات!

The post د انګلیسي ژبې د مقالو کتاب- سید سالارخادم appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-انګلیسي-ژبې-د-مقالو-کتاب-سید-سالارخاد/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading