بازتاب نیوز

کوچیانو ته زېری؛ کابل او بلخ کې ورته ښارګوټي جوړیږي

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست په ۱۳۹۷ کال کې د پوهنې، روغتیا، جرګو، هستوګنې ځایونو او څړځایونو په برخه کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه راپور ورکړ.

د دغې ادارې رییس حبیب الرحمان، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې وینا کوله، زیاته کړه چې د متنفذینو په مرسته په ۳۰ ولایتونو کې د ښوونځیو د جوړولو لپاره د ۴۵۰ جریبه ځمکې ورکړه، هرات ولایت کې د کوچیانو لپاره د لیسې او لیلیې جوړول، هرات ولایت کې د لیسې او لیلیې د جوړولو لپاره د ۱۰ جریبه ځمکې تشخیص او منظوري، د هیواد په کچه د کوچیانو لپاره د سواد زده کړې د ۲۵۰ کورسونو جوړول او د پوهنې وزارت په مرسته په ټول هیواد کې د ۱۳ ښوونځیو جوړول د پوهنې په برخه کې د دغه ریاست لاسته راوړنې دي.

همدارنګه هغه وویل په ۱۴ ولایتونو کې د روغتیایي کلینیکونو لپاره د ۷۰ جریبه ځمکې ورکړه، په ۴ ولایتونو کې د ۶ ګرځنده روغتیایي ټیمونو ګمارل، د نړیوالو موسسو په مرسته په ۲۹ ولایتونو کې د ګرځنده او ثابتو کلینیکونو لپاره د طبي تجهیزاتو اخیستل او د ۱۴ ولایتونو روغتیایي مرکزونو کې د ۴۰ تجربه لرونکو ډاکټرانو ګمارنه، د روغتیا په برخه کې د کوچیانو چارو د سمون د لوی ریاست له لاسته راوړنو څخه دي.

حبیب الرحمن زیاته کړه: د بلخ ولایت د کوچیانو ښارګوټي د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې د توپوګرافۍ د نقشې د برابرولو لپاره د ښار جوړولو له وزارت سره همغږي، د کابل ولایت د کوچیانو ښارګوټي د ۱۷۰۹ جریبه ځمکې د توپوګرافۍ د نقشې د برابرولو لپاره د ښار جوړولو له وزارت سره همغږي، فراه ولایت کې د کوچیانو د ۵۰۰۰ جریبه ځمکې د منظور شویو اسنادو تعقیبول او په ۱۵ ولایتونو کې د ۳۳۹ څړځایونو د تشخیص لپاره د اسنادو چمتو کول، د هستونګې او څړځایونو په برخه کې د یاد ریاست لاسته راوړنې دي.

د کوچیانو چارو د سمون رییس په ورته وخت کې د ۱۳۹۸ کال لپاره د دغه ریاست د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: په غزني، پکتیا، کونړ، بغلان، ننګرهار، پکتیکا، هلمند او هرات ولایتونو کې د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو او لیسو د جوړولو په موخه له اړوندو بنسټونو سره همغږي، د سواد زده کړې د معینیت په مرسته په ټولو ولایتونو کې د سواد زده کړې د کورسونو جوړول او هرات ولایت کې د لیسې او لیلیې د چارو بشپړول، د پوهنې په برخه کې د روان کال لپاره د کوچیانو چارو د سمون د لوی ریاست پروګرامونه دي.

هغه زیاته کړه چې د ارزګان، نیمروز، فراه، غور، کاپیسا، کونړ، سرپل، بدخشان، بادغیس او بامیانو په ولایتونو کې به د ګرځنده کلینیکونو د فعالولو لپاره هڅې ګړندۍ شي.

نوموړي دغه راز، په مرکز کې د کوچیانو د سرتاسري شورا جوړول، د کابل، هرات، خوست او کندهار د څلورو زونونو په کچه د څلورو شوراګانو رامنځته کول، د میدان وردګو، بلخ، کندهار، ننګرهار، هرات، خوست او بغلان په ولایتونو کې د کوچيانو د ځوانانو د شورا جوړول، د جرګو په برخه کې د دغه ریاست د پروګرانو په توګه یاد کړل.

په فراه ولایت کې د ۵۰۰۰ زره جریبه ځمکې د اسنادو بشپړول او د بلخ ولایت د دشت شور ښارګوټي د چارو تعیب، د هستوګنې ځایونو په برخه کې د کوچیانو چارو د سمون د لوی ریاست پروګرامونه دي.

The post کوچیانو ته زېری؛ کابل او بلخ کې ورته ښارګوټي جوړیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/کوچیانو-ته-زېری؛-کابل-او-بلخ-کې-ورته-ښار/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading