بازتاب نیوز

ښځو ته ځانګړی روغتیایي مرکز؛ په کندهار کې جوړ او پرانیستل شو

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د کندهار په میرویس مېنه کي د ښځو لپاره پنځه بستریز بشپړ روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کندهار د عامې روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وويل: د ښځو لپاره د نازو انا په نوم دا پنځه بستریز بشپړ روغتیايي مرکز د( یو، این، ایچ، سي، ار ) مؤسسي له لوري د ۵۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت په اتو میاشتو کي په عصري او مجهز ډول جوړ شوي .

د ده په خبره دا مرکز د ښځو لپاره د ماشوم تر زېږون مخکې او وروسته صحي خدمات وړاندي کوي او ترڅنګ يي په یاد مرکز کي د واکسین ورکولو، د مور او ماشوم د تغذیې او د رواني مشاورینو په برخو کي هم اسانتیاوي برابري شوي دي.

The post ښځو ته ځانګړی روغتیایي مرکز؛ په کندهار کې جوړ او پرانیستل شو appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ښځو-ته-ځانګړی-روغتیایي-مرکز؛-په-کندهار/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading