بازتاب نیوز

عطامحمد نور د سولې مذاکراتي پلاوي مخالفت وکړ

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د بلخ مخکیني والي او د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور د مصالحې د رهبرۍ شورا هغه نوملړ رد کړ، چې د قطر ناستې لپاره یې اعلان کړی.

په دغه نوملړ کې عطامحمد نور د حکومتي کسانو پر زیاتوالي نیوکه کړې او ویلي، چې فرمایشي کسان پکې ډېره ونډه لري.

دغه نوملړ نن د ارګ ویاند هارون چخانسوري اعلان کړ.

دا دوه سوه نیم کسیز نوملړ له حکومتي چارواکو او مختلفو سیاسي فعالانو او مشهورو څېرو څخه ترتیب شوی.

 

The post عطامحمد نور د سولې مذاکراتي پلاوي مخالفت وکړ appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/عطامحمد-نور-د-سولې-مذاکراتي-پلاوي-مخال/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading