بازتاب نیوز

هرات کې سېلابونو د ۵کسانو ژوند واخیست

٢٧ وری ١٣٩٨ طلوع نیوز

په لویدیځ هرات ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ورک دي.

د هرات د والي ویاند،  جیلاني فرهاد (سې‎شنبې د وري په ۲۷مه نېټه) وايي بله پېښه کې سېلاب یو مسافر وړونکی موټر له ۱۷ سورلیو سره وړی دی.

ښاغلی فرهاد وايي له دې پېښې تر اوسه یوازې د یوه کس مړی موندل شوی او د ۱۶نورو د برخلیک په تړاو مالومات نشته.

د والي ویاند وايي په ورکو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په هرات ولایت کې د سېلابونو سلګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه څاروي له مځه وړي دي.

په همدې حال کې د سېلابونو د راوتو له کبله د هرات ـ کندهار د لویې لارې یوه برخه هم ویجاره شوې او یاده لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/afghanistan/%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%B3%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AF-%DB%B5%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%DA%98%D9%88%D9%86%D8%AF-%D9%88%D8%A7%D8%AE%DB%8C%D8%B3%D8%AA

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading