بازتاب نیوز

ولسمشر: سېلاب ځپلو سره بايد ژر تر ژره مرسته وشي

٢٧ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د ولسمشر غني په مشرۍ د سېلابونو د وضعیت او زیانمنو سره د مرستې په خاطر د حکومت د اقداماتو په اړه غونډه نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې پېښو ته د رسیدګۍ په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم، د وروستیو سېلاب ځپلو د وضعیت او له هغوی سره د حکومت د نغدي او غېرنغدي مرستو په اړه جامع راپور وړاندې کړ، دغه راز د اړوندو ادارو مسوولینو په دې اړه د خپلو ادارو د اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې.

ولسمشرغني د یاد راپور او خبرو له اورېدو وروسته اړوندو مسوولینو ته په ټولو ولایتونو کې د زیانونو د مخنیوي او د زیانمنو شویو او اوښتو زیانونو د دقیقې ارزونې لپاره مسوولینو ته د هراړخیزو اقداماتو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.

ولسمشر په کابل کې د وروستیو سېلابونو په اړه وویل، د ټولو خلکو غوښتنه ده چې د کابل سیند حریم باید مشخص او له غاصبینو واخیستل شي.

ولسمشر څرګنده کړه د کابل د اوبو د مدیریت لپاره عاجل پلان ته اړتیا ده او ټولې اړوند ادارې دې په همغږۍ پر دغه پلان کار وکړي، چې په شپږو میاشتو کې د کابل په سیند کې محسوس تغییر رامنځته شي.

 دغه راز ولسمشر د سېلاب ځپلو پر تشخیص او هغوی ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټینګار وکړ.

The post ولسمشر: سېلاب ځپلو سره بايد ژر تر ژره مرسته وشي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/ولسمشر-سېلاب-ځپلو-سره-بايد-ژر-تر-ژره-مر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading