بازتاب نیوز

کابل ښاريان: حکومت د سېلابونو په کنټرول کې پاتې راغلی

٢٨ وری ١٣٩٨ د كليد ګروپ

د کابل ښار هغه اوسېدونکي چې کورونه یې د کابل سیند پر غاړه دي وایي وروستیو سیلابونو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکي وایي، د کابل ټول ښار د باران اوبو پر سر اخیستی دی او دوی یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

د یادې سیمې لسګونه اوسېدونکو له رسینو سره په خبرو کې ویلي، د ارګ په څو کیلومترۍ کې د سختو ورښتونو له کبله ټوله شپه په ویښه تېروي. دوی وایي د شپې ځکه نه ویده کېږي چې ویرېږي کورونه یې ورباندې را ونه نړېږي. هغوی له دولت نه د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. دوی دغه راز زیاتوي چې که حکومت خپله د دوی سیمې ته نه ورځي، نو دومره امکانات دې ورته برابر کړي چې خپله پرې د اوبو مخه ډب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي او په ځینو ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي.

The post کابل ښاريان: حکومت د سېلابونو په کنټرول کې پاتې راغلی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2019/04/17/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%DA%9A%D8%A7%D8%B1%D9%8A%D8%A7%D9%86-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%AF-%D8%B3%DB%90%D9%84%D8%A7%D8%A8%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%DA%A9%D9%86%D9%BC%D8%B1%D9%88%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading