بازتاب نیوز

ورځپاڼه: د ارګ تر ۲۵۰کسانو د طالبانو ۲۵ استازي ډېر اغېزناک دی

٢٨ وری ١٣٩٨ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۸ل): د د افغانستان مشهورې ورځپاڼې «ویسا» په خپله نننۍ ګڼه کې د ګډ حکومت له لوري قطر ته د لېږل کېدونکو کسانو او د افغان سولې په برخه کې د یادو کسانو په رول تبصره کړې.

د ورځپاڼې د مطلب په اساس؛ ارګ ددې لست په برابرولو سره وښوده چې له سولې سره ژوره د ښمني لري او د سولې محل ته د جګړې لښکر استوي.

ورځپاڼه لیکي «د ارګ د ډېر لوی لست له اعلان سره حکومت طالبانو ته یو بل امتیاز هم ورکړ، تر څو اونیو شاربلو وروسته د حکومتي چارواکیو او سیاسي ډلو اږده دوه نیم سوه کسیز لست اعلانکړ، په دې بهیر کې د حکومتي چارواکیو او سیاسي ډلو تر منځ د ناندریو دوام او د لستونو او نومونو پر سر اختلاف، د سیاسي ډلو په منځ کې د یو شمېر یارانو لخوا د (حوزۀ مقاومت) او یا د ګوندونو تر منځ، د افرادو پر نومولو د امتیاز غوښتلو ناندریو وښودله چې زموږ په حکومت او سیاست دواړو کې څومره ابتذال حاکم دی، پر کوم ځېل او سرتمبګۍ چې وطن دغه حالت ته را ورسېد نن هم یاران تر هماغو شعارونو او بیرغونو لاندې یو بل ته رجزونه تکراروي. دا څومره رسوا او مسخره معامله ده؟».

د مطلب په ادامه «له طالبانو نه شرم په کار دی، ساده اعلان یې وکړ چې د دوی پنځلس کسیز پلاوی به په خبرو کې ګډون کوي! باور مو دی چې که طالبان له همدغه ۲۵۰ کسیز لښکر سره کښېني، بیا به هم د دوی خبره، پیغام او دریځ روښانه او ثابت وي. د حکومت له لښکره د دې وېره ده چې په قطر کې د خپلمنځي جنجال غږ اوچت نه شي. دا خو پرېږده چې یو واحد نظر او دریځ دې هلته وړاندې کړای شي».

ورځپاڼه په پای کې له سولې سره د دښمنۍ پړه د ګډ حکومت په چارواکو ور اچوي چې؛ ګواکي له تېرو خونړیو دورو  یې درس نه دی اخستی « د دې ټولو پړه د حکومت او چارواکیو او هغو سیاستوالو پر غاړه  ده چې نن هم پخوانۍ بابولالې تکراروي او د وخت له ازمېښتونو او خونړیو پړاوونو نه یې یوه ذره درس نه دی اخیستی».

یاده دې وي چې؛ ګڼو شنونکو د حکومت له لوري قطر ته د لېږل کېدونکو استازو نوملړ ته غبرګون ښودلی او حکومت یې تورن کړی چې یادې سوله ئیزې ناستې ته یې داسې خلګ انتخاب کړي چې له طالبانو سره د اختلافاتو اوږده سابقه لري او له هغوی سره تر سولې زیات په جګړه ټینګار کوي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/143164/%D9%88%D8%B1%DA%81%D9%BE%D8%A7%DA%BC%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D8%B1%DA%AB-%D8%AA%D8%B1-%DB%B2%DB%B5%DB%B0%DA%A9%D8%B3%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%DB%B2%DB%B5/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading